ایکنانیوز د رهبرۍ د وبپاڼې له قوله راپور راکړی،د اسلامی انقلاب معظم لارښود دحسینی اربعیّن په مناسبت د محصیلینو دعزادارۍ په دستورو کې په خپلې لنډې وینا کې له یزیدی جبهې سره د حسیني جبهې جنګ او ډغره نه ختمیدونکي وبلله.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن د حسینی اربعیّن په مناسبت په امام خمیني امامباړې کې دمحصیلینو د ټولنو دویر او ماتم په دستورو کې دعاشورا زیارت ته په اشارې سره د یزیدي جبهې او حسینی جبهې ترمینځ ډغره او جنګ دوامدار او نه ختمیدونکی او په عین حال کې ددغه جنګ د ډګر څرنګوالی د شرائطو او پيښو په تناسب سره مختلف وبالۀ او ټينګار ئې وکړ، د ایران اسلامی انقلاب د ځوانانو په مقابل کې یو لوي میدان او فرصت برابر کړی دی او باید له دغه فرصته په پلانونې او دندې سَمې پيژندګلوۍ سره د اسلامی انقرلاب د لوړو موخو په لړ کې په موقعې او لازم اقدام ترسره شي څو د پرمختګ ،هوساینې او ژغورنې زمینه برابره شي.
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د حضرت امام حسین علیه السلام د پاڅون موخه له ظلم او جبر سره مقابله وبلله او وې فرمائيل؛له ظلم او جبر سره دحسینی جبهې د مقابلې رودې د شرائطو او پیښو په تناسب سره مختلفې دي ، دغه مقابله د تورې او نیزې په پړاؤ کې یو ډول ده او د ایټم بم او مصنوعي ذهانت او هوش په پړاؤ کې په یوه بل ډول ده ،د حدیثو ،قصیدې او شعر په وئیلو سره د تبلیغاتو په پړاؤ کې ئې خاص روده درلوده او دانټرنیټ اوکوانټوم په پړاؤ کې هم باید نوره رودې وکارول شي.
دوي همدرااز دې ته په اشارې سره چې دغه دنده د تحصیل په دوران کې یو ډول ده او د مسئولیّت په پړاؤ کې په یوه بل ډول ، ووئيل؛د یزیدیانو له جبهې سره د حسینی جبهې مقابله همیشه په لاس کې د ټوپک د اخستو په معنا نه ده ،ؤ بلکې باید سم فکر وشي ،سمه خبره وشی ، سمه پیژندګلوي وشي او دنده وپیژندل شي او دقطق هدف ته ځان ورسول شي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې په ټينګار سره چې په دغې لارې کې مو که حرکت وکړ، نو ژوند معنا او موخه پیدا کوي،ووئيل؛ ځوانان باید د اوسنی پړاؤ وپيژني چې د اسلامی انقلاب په برکت سره د دوي په وړاندې یو پراخ میدان برابر شوی دی، او په سمې مطالعې او فکر او پلانونې سره چې لازمه ئې له قرآڼ سره بلدتیا او په هغه کې تعامل دی ، په موقعې اقدام وکړي.
حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي روښانه کړې،په موقعې دغه اقدام ، کله د پوهنتون په چاپیریال کې معنا پیدا کوي ، کله هم په اجتماعي او یاسیاسی فضا کې لازم دی او کله هم دغه اقدام ، د کربلا او فلسطین په لاره کې او د د لوړو موخو په لاره کې ضرورت پیداکوي.دوي په پاي کې ټينګار وکړ، له دغه تاریخي فرصته د ځوانانو استفاده، د فلاح او ژغورنې په معنا ده او که له دغه فرصته استفاده او په دندې عمل ونشي، نو نتیجه به ئې تاوان او خسران وي